راتلونکو ۳ کلونو کې جلال اباد ښار کې د ۵.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د دریو ملي برنامو له لارې ۷۰۰ پروژې پلي کیږي

DMM
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۲:۱۷
راتلونکو ۳ کلونو کې جلال اباد ښار کې د ۵.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د دریو ملي برنامو له لارې ۷۰۰ پروژې پلي کیږي.
راتلونکو ۳ کلونو کې جلال اباد ښار کې د ۵.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د دریو ملي برنامو له لارې ۷۰۰ پروژې پلي کیږي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي په جلال آباد ښار کې د ملي دسترخوان او د کارموندنې پروګرام د پرانېستنې په مراسمو کې وویل چې حکومت ژمن دی په جلال آباد ښار کې تر راتلونکو دریو کلونو پورې د ولسي تړون، کارموندنې پروګرام او د ملي دسترخوان له لارې ۷۲ میلونه ډالره ولګوي.
ښاغلي کټوازي وویل چې د ولسي تړون له لارې به په جلال اباد ښار کې د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د ښاري شوراګانو له لارې ګڼ شمېر پروژې پلي شي.
دوی دغه راز وویل چې د کارموندنې پروګرام چې ارزښت یې ۲۵.۶ میلیون ډالرو ته رسیږي، له لارې به یې ۳۰۰۰۰ کسانو ته د څلورو کلونو په موده کې د کار زمینه برابره او په جلال اباد کې ښار کې به د سړکونو، پلچکونو، ویالو، پارکونو او نورو بنسټیزو برخو کې پروژې پلي شي.
د کټوازي په وینا د ملي دسترخوان له لارې به ۱۰۲ زره کورنیو سره د ښاروالۍ د چوکاټ له لارې د خوراکي توکو مرسته ترسره شي.
په دې مراسمو کې چې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل، د ولایتي شورا استازو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس د هېواد د دفاع او پرمختګ په برخو کې د ننګرهار د ولسونو له مېړانې ستاینه وکړه او ویې ویل چې ننګرهار ولایت د ستراتیژیک موقعیت ته په کتو، حکومت هڅه کوي چې د متوازن انکشاف له مخې، په یاد ولایت کې پرمختیایي پروګرامونه پلي کړي.
په دې مراسمو کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د یاد پروژو پرانېستل یې د ننګرهار ولسونو لپاره حیاتي وبلل ویې ویل چې ددغو پروژو د پلې کېدو په صورت کې به د ولسونو په ژوندانه کې مثبت بدلون رامنځته شي.
ده دغه راز وویل چې د دغو پروژو له لارې به ۹۰ سلنه بې وزله وګړو ته مرستې ووېشل شي.

امرخېل له ولسونو وغوښتل چې د نظام ترڅنګ ودریږي او د مهمو پروژو د پلي کېدو په برخه کې همکاري وکړي.

 

راتلونکو ۳ کلونو کې جلال اباد ښار کې د ۵.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د دریو ملي برنامو له لارې ۷۰۰ پروژې پلي کیږي.راتلونکو ۳ کلونو کې جلال اباد ښار کې د ۵.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د دریو ملي برنامو له لارې ۷۰۰ پروژې پلي کیږي.راتلونکو ۳ کلونو کې جلال اباد ښار کې د ۵.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د دریو ملي برنامو له لارې ۷۰۰ پروژې پلي کیږي.راتلونکو ۳ کلونو کې جلال اباد ښار کې د ۵.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د دریو ملي برنامو له لارې ۷۰۰ پروژې پلي کیږي.راتلونکو ۳ کلونو کې جلال اباد ښار کې د ۵.۵ میلیارده افغانیو په لګښت د دریو ملي برنامو له لارې ۷۰۰ پروژې پلي کیږي.