د چهل زینو پارک د ښځينه برخه ګټي اخیستني ته وسپارل سول

DMM
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۳:۲۵
د چهل زینو پارک د ښځينه برخه ګټي اخیستني ته وسپارل سول

کندهار والي حیات الله حیات پر داسي مهال چي کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات او د اوومي ناحیې استازو او ولسي مشرانو یې ملتیا کول د ښار د اوومي ناحیې اړوند د چهل زینو پارک دوهمه (ښځینه برخه) ګټي اخیستني ته وسپارل.

کندهار والي حیات الله حیات وویل د یاد پارک مساحت ۱۶۰۰۰متره مربع کیږي چي مبلغ-/۲۹۹۵۸۵۶۱- افغانۍ ورباندي لګښت راغلی دی او مالي تمویل کوونکې یې کندهار ښاروالي ده، د ښاغلي حیات په خبره په دې پروژه کښي مستقیم کارکوونکي ۵۰۰۰ تنه دي، مسلکي کارکونکي ۶۰۰۰ تنه دي او غیري مسلکي کارکوونکي ۱۲۰۰۰ تنه دي، چي د دې پروژو څخه ګټه پورته کوي.

کندهار والي د اوومي ناحیې اوسیدونکو ته مبارکي وویل او د ملي شتمنیو په ساتنه کي یي د دوی رول مهم وبلۍ، وروسته کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وویل کندهار ښاروالي د متوازني پراختیا په اساس د ښار د پنځلسو ناحیو اوسېدونکو ته ښاري سهولتونه برابروي، د ښاغلي حیات په خبره د چهل زینو پارک د دوهمي برخي کار یې په اساس توګه سره راپيل کړی دئ چي پکښي عامه تشنابونه، کانتین، مسجد شریف، د لمریزي برېښنا سیسټم، د وسایطو پارکینګ او تفریحي پارک پکښي ګټي اخیستني ته وسپار ل سو.

kandaharkandahar