په خوست ښاروالي۵۴ ښځو ته کاري زمینې برابرې شوې.

DMM
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۳:۱۷
په خوست ښاروالي۵۴ ښځو ته کاري زمینې برابرې شوې.

په خوست کې د ښاروالۍ له لوري په لومړي ځل شاوخوا ۵۴ ښځو ته د سوداګرۍ په برخه کې کاري زمینې برابرې او له دې به دوی وکولی شي چې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کړي.

دوی به د خوست ښار اړوند ۱۲۰۰ فامیلیو کې د ښاروالۍ په ملکیت د ای ار سي له لوري جوړ شوې مارکېټ کې خپلې سوداګریزې چارې مخ ته وړي چې د یاد مارکېټ دوهم پوړ ددوی لپاره ځانګړی شوی دی.

د یادونې ده، یاد مارکېټ د جرمني هېواد د پاتریپ په مالي لګښت د ای ار سي همکارې مؤسسې په مټ د الاسکا شرکت له لوري په دوو پوړونو کې د یوه کال په موده کې جوړ شوی دی ټول ټال پرې(۴۳۴۹۷۰۰۰) افغانۍ لګښت راغلی او دوهم پوړ یې ټول ښځو ته د سوداګریزو چارو د پرمخ بېولو لپاره ځانګړی شوی دی.

DMMDMM