د خوست ښاروالی د روان کال تر چنګاښ میاشتې پوری کړنی او لاسته راوړنی!

Waseel_Yousufzai
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۴:۵۲
د خوست ښاروالی د روان کال تر چنګاښ میاشتې پوری کړنی او لاسته راوړنی!

د خوست ښاروالۍ ریاست له لوري د ۱۳۹۹ لمریز کال د حمل میاشتې څخه تر چنګاښ میاشتې پورې د ښاري حکومتوالۍ، بیارغونې، تنظیف او سرسبزۍ په برخه کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کړې دي، که څه هم د کرونا ویروس له امله کرنتین رامنځ ته شو او ډېری چارې یې اغېزمنې کړې خو بیا هم خوست ښاروالۍ د پلان له مخې په یادو برخه ګڼې لاسته راوړنې لري چې په خلص ډول یې یادونه کوو.

حکومتوالي: د خوست ښاروالۍ د ښاري حکومتوالۍ امریت په چوکاټ بېلابېل فعالیتونه ترسره کړې او په ډېری برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې هم لري چې په لاندې ډول یې لنډه یادونه کوو.

khost

۱ـ  په کور پاتې شئ چې روغ پاتې شئ!

تر همدې سرلیک لاندې د خوست ښاروالۍ له لوري د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه په ښار کې عامه کمپاین ترسره کړ او ددې ترڅنګ یې د کرونا ویروس څخه د ساتنې په موخه د روغتیایي مسؤلینو لارښوونې عملي او په یاده برخه کې اړین اجرات ترسره کړل.

د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په برخه کې ځانګړې کمیټې ایجاد شوې وې چې د پلان مطابق یې هره ورځ په ښار کې اجراات کول او په دې برخه کې د ټاکل شوې کمیسیون پرېکړې یې عملي کولې.

د ښار په بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوی، له پرېکړې د سرغړونکو هټیوالو هټۍ تړل، ښاریان او هټیوال اړ کول چې ترڅو روغتیایي لارښوونې عملي کړي او ددې ترڅنګ د ښار له نرخونو دوامداره نظارت او کنترول یې له عمده فعالیتونو څخه وو.

د یادونې ده چې له خوست ښاروالۍ سره په یاده برخه کې ولایتي ادارې، ملي امنیت ریاست، امنیه قوماندانۍ، اطلاعاتو او کلتور ریاست، عامې روغتیا ریاست او یو شمېر نورو ادارو برخه اخیستي وه او هر اړخیزه همکاري یې ترسره کړه.

khost

۲ـ د خوست ښاروالۍ په چوکاټ کې د وچې ډوډۍ دوېش پروسه په ښه ډول ترسره شوه.

د نورو ولایتونو په څېر په خوست کې هم د وچې ډوډۍ د وېش پروسه د طرزالعمل مطابق ترسره او پرمهال یې د روژې په مبارکه میاشت کې ګڼې بې وزله کورنۍ له وچې ډوډۍ برخمنې شوې.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداري په همکارۍ د ښاروالیو له خوا اړمنو خلکو ته د وچې ډوډۍ د وېش پروسه د ثور په ۲۰ مه نېټه پیل شوه او د جوزا په ۶مه نېټه پای ته ورسېده.

خوست ښاروالۍ د ځانګړې ټاکل شوې کمیټې له لوري په لومړي قدم کې ۵۶۴۹ منظورو شویو کورنیو ته د ډوډۍ وېش په منظم ډول پیل کړ او په دوهم پړاو کې ۷۲۰۰ نورې کورنۍ هم منظورې شوې چې د مهال وېش له مخې به ورته هره ورځ هرې کورنۍ ته ۱۰ ډوډۍ وېشل کېدې چې په ټولیزه توګه ۱۰۱۲۰۴۰ وچې ډوډۍ توزیع شوې.

د خوست ښاروالۍ مقام مشرتابه د مشورتي بورډ له استازو، ګذر وکیلانو، د رسنیو استازو، مدني ټولنو، متنفذینو، ملا امامانو او په ټوله کې له درنو ښاریانو مننه وکړه چې د یادې پروسې په ښه ترسره وي کې یې فعاله همکاري وکړه.

khost

۳ـ د خوست ښار ستراتیژیک چهار چوب په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه.

د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۶ نېټه د خوست ښاروالۍ په مېلمستون کې د خوست ښار لپاره د ستراتیژیک چهار چوب په مورد د معلوماتو وړاندې کولو او د نظریاتو د اخیستلو غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د خوست ښاروالۍ مسؤلینو ترڅنګ د بېلابېلو دولتي ادارو استازو، ښاري اصنافو او ګڼ شمېر ښاریانو برخه اخیستي وه.

د غونډې په پیل کې خوست سرپرست ښاروال انجینر دلاور نوري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې اهداف یې له دوی سره شریک کړل.

نوموړي زیاته کړه چې له ډېرې مودې راهیسې له اړونده ادارو سره د ښار لپاره د ستراتیژیک پلان په ترتیب بوخت و چې په وینا یې خوشبختانه د نړیوال بانک په همکارۍ او د ساساکي شرک له لوري په دې وتوانېدل چې د ښار لپاره یاد چوکاټ  ترتیب کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په یاد پلان کې یې د ښار د بهبود لپاره ټول اړین مسایل په پام کې نیولې او له ښاریانو یې غوښتنه وکړه چې خپل نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

په ورته مهال د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو رئیس بهرام بهیر د یاد پلان په اړه مفصل معلومات شریک کړل او د پلان بېلابېلې برخې یې ګډونوالو ته د پروجکتور په واسطه روښانه کړل.

دده په خبره، د یاد پلان د تطبیق مرحله به په راتلوونکو ۱۵ ورځو کې پیل شي او په وینا یې د پلان د لا غني کېدو په موخه به د ښاریانو او اړونده مسلکي کسانو نظریات په کې ځای کړل شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د غونډې ګډونوالو خپل نظریات، غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل او د مسؤلینو له لوري یاداښت او په ځينو برخو کې ورته اړین وضاحتونه او ځوابونه ورکړل شول.

khost

۴ـ د نویو تعین شویو ګذر وکیلانو د پېژندنې غونډه ترسره شوه.

د روان لمریز کال د حمل په ۲۷ نېټه د خوست ښاروالۍ په تالار کې د ښاروالۍ لپاره د نویو ټاکل شویو ګذر وکیلانو د پېژندنې غونډه ترسره او پرمهال یې دوی ته تصدیق پاڼې او اړونده مهرونه وسپارل شول.

په پیل کې د خوست ښاروالۍ د ښاري حکومتوالۍ امر محمدالله شېرزي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ګذر وکیلانو د ټاکل کېدو، د اصلاح پروسه او د دندو لایحې تشریح کړې. دده په خبره، پخوا په شپږګونو ناحیو کې ۶۰ ګذرونه وو خو د نوې طرزالعمل په اساس یو شمېر ګذرونه مدغم، منحل او ځینې نوې ایجاد شول چې شمېر یې ۵۲ ته راکم شو تر څو د ښاریانو ستونزو ته په سمه توګه رسېده ګي ترسره شوې وي. ده زیاته کړه چې د ګذر وکیلانو لپاره یې انلاین ډیټابېس هم جوړ کړی او دا یې د حکومتوالۍ په پیاوړتیا کې مهم یاد کړ.

په ورته مهال د خوست ښاروالۍ سرپرست دلاور نوري نویو ګذر وکیلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې د ښاروالۍ یو مهم هدف د ګذر وکیلانو ټاکنه او ددې پروسې اصلاح وه چې په وینا یې په بریالیتوب سره ترسره شوه.نوموړي ګذر وکیلانو ته په اړونده برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ خو له دوی یې هم وغوښتل چې د ښاریانو اساسي اړتیاوې، غوښتنې او ستونزې ورسره شریکې او مسایلو ته د رسېدو په برخه کې یې لازم لاسنیوی ترسره کړي.

د ګذر وکیلانو له ډلې حاجي غفارالله خان او د مشورتي بورډ استازي محمدنواز تکړه هم په اړونده برخو کې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه چې هڅه به یې دا  وي چې د خلکو ستونزې د ښاروالۍ له مسؤلینو سره په وخت شریکې او د حل تر بریده ورسوي. د غونډسې په وروستۍ برخه کې د ښاروالۍ د مسؤلینو له لوري ګذر وکیلانو ته تصدیق پاڼې او اړونده مهرونه هم تسلیم شول.

بیارغونه: د ښاروالۍ مقام او رغونې سکتور د ښار د پاتې رغونې او پراختیا څلور کلن (۱۳۹۹ - ۱۴۰۲) پراختیایي پلان جوړ کړی، چې د خپلې رغنیزې بودیجې ترڅنګ، د نړیوال بانک (CIP – EZ-KAR) پروژې او تشویقي بودیجه پکې پام کې نېول شوي او مختلفې رغنیز پروژې (تجارتي مارکیټونه، د ښار داخل او شپږګونو ناحیو اړوند سړکونه، لښتي او پیاده روونه، پارکونه، کوڅې ...) پکې شاملې دي.

دا مهال هم د یاد شوي پلان په اساس د ښار په مختلفو برخو کې یو شمېر مهمې رغنیزې پروژې رواني دي، ځینې یې تکمیل شوي اوځینې یې د تدارکاتي مراحلو لاندې دي، چې ژر به یې کارونه نهایي او په عملي ډول به یې چارې پیل شي. په لاندې ډول یې په لنډه توګه د جزیاتو یادونه کوو.

ترسره شوې پروژې:

  • د دریمې ناحیې اړوند ۳ ګذر کې د بې سرحده روغتون څخه تر سپین جومات پورې د (۲۶،۰۹۳،۵۷۰) افغانیو په لګښت د ۶۷۰ مترو په اوږدوالي د مرکزي جادې او لښتیو اساسي جوړول، چې پروژه تکمیل او ګټه اخیستنې ته سپارل شوې.
  • د پنځمې ناحیې اداري وداني او شپږو ناحیو کې د ۲۰ بابه کثافات دانیو جوړولو پروژه، چې مجموعي لګښت یې (۱،۸۲۶،۷۶۹) افغانۍ لګښت راغلی او د UNDP/LoGo په مالي لګښت جوړه او ګټه اخېستنې ته سپارل شوې.
  • د دریمې ناحیې ۲ ګذر کې د مخابراتو ریاست څخه تر مرکزي جادې پورې کوڅې او لښتیو جوړولو پروژه، چې ۳۰۰ متره اوږدوالۍ لري؛ د UNDP/LoGo په مالي لګښت په (۲،۹۵۰،۰۲۰) افغانۍ جوړه او ګټې ته وسپارل شوه.
  • د دویمې ناحیې ۱ ګذر او ۲ ګذر کې د ۳،۱۴ کیلو متره په اوږدوالي د اوسپنیزو کانګریټي لښتیو جوړول،چې په پروژه ټولټال (۲۹،۸۵۴،۷۶۳) افغانۍ لګښت راغلی او د فیکاسو ساختماني شرکت له لوري یې د جوړېدو چارې بشپړې شوېدي.

تر کار لاندې پروژې:

  • د دویمې ناحیې ۱ ګذر کې د ښاروالۍ افتخار مارکېټ څخه تر دویم ګذر پورې د ۱۷۵۷ متره په اوږدوالي د لښتیو په اوسپنیز کانګریټي ډول جوړول، چې د یادې پروژې چارې د اکبر نصرت ساختماني شرکت لخوا ترسره کیږي او دا مهال یې ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوېدي. په یاده پروژه(۱۶۰۹۹۹۵۰) افغانۍ لګښت راځي.
  • د لومړۍ ناحیې ۳ ګذر څخه تر ۵ ګذر پورې تڼیو ولسوالۍ ته غځېدلی عمومي سړک، چې د ۱۹۶۳ متره اوږدوالی او د لښتیو، پیاده روونو په شمول ۱۲ متره پلنوالی لري؛ د نړیوال بانک CIP(د ښارونو پانګونې پروګرام) لخوا د (۵۵،۷۸۳،۲۲۴) افغانیو په لګښت د پکتین ساختماني شرکت لخوا رغول کیږي، چې ۹ میاشتو کې به یې کارونه بشپړ شي.
  • د دویمې ناحیې اړوند ۳ ګذر کې د زړې سبزۍ منډیۍ جنوب لوري ته د ډاکټر تیتسو ناکامورا څلور لارې د ۱۰۰ متره په قطر د دورې سړک او دغه راز د الفتحې لېسې غربي برخې پل ترڅنګ د ۴۵ مترو په اوږدوالي سړک په اساسي ډول جوړول او شپږمې ناحیېB پروژه کې د ۱۱۳۰ متره په اوږدوالي د لښتیو سنګارۍ پروژه، چې د ولس ساختماني شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي، ټول لګښت یې (۱۱۴۹۹۸۷۰) افغانۍ دی او تر دې دمه یې ۲۰سلنه چارې ترسره شوې دي او د دفاع وزارت د تاسیساتو د مخالفت په وجه د دورې چارې ندي پیل شوي.
  • د څلورمې ناحیې ۴ ګذر کې د ۱۱۳۰ مترو په اوږدوالي د لښتیو سنګاري، چې د جوړېدو چارې یې د محمد مندوزي شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي، د پروژې ټولیز لګښت (۴،۴۱۵،۹۱۵)افغانۍ دی او تر دې دمه یې ۱۰ سلنه چارې ترسره شوېدي.
  • د څلورمې ناحیې ۴ ګذر کې کې د یو باب تجارتي مارکيټ پروژه، چې د جرمني هېواد د پارټریپ په مالي لګښت  د ای ار سي موسسې په همکارۍ د ښاروالۍ په چوکاټ کې جوړیږي، چارې یې ۹۸ سلنه ترسره شوي او ژر به ګټه اخېستنې ته وسپارل شي. یاد مارکېټ په دوو پوړونو کې ۱۰۰ دوکانونه، ۲۰ تشنابونه او ۵۰ اوسپنیزې غرفې لري، چې ټولیز لګښت یې (۴۳،۴۹۷،۰۰۰) افغانۍ کیږي.

پیلیدونکې:

  1. د لومړۍ ناحیې ۱ ګذر څخه تر دویمې ناحیې ۲ ګذر لوړ پوړیزو ودانیو پورې د عمومي جادې اساسي جوړول، چې تر تدارکاتي مراحلو لاندې دی.
  2. د دویمې ناحیې ۱ ګذر کې د ښاروالۍ افتخار مارکېټ څخه تر دویم ګذر پورې د عمومي سړک اساسي جوړول، چې تر تدارکاتي مراحلو لاندې دی.
  3. د ښاري حکومتوالۍ امریت دپاره د ښاروالۍ داخل کې د مراجعینو خدماتو مرکز دپاسه دویم منزل جوړول، چې تدارکاتي مراحلو لاندې دی.
  4. د نړیوال بانک لخوا د (CIP , EZ-KAR) په چوکاټ کې د لسګونه لویو او وړو پروژو پیل، چې د دوی په پالیسۍ او پلان پورې اړه لري او چارې به یې پیل شي.

khost

په پورته توګه د پلان مطابق ترسره شویو، تر کار لاندې او راتلونکو پروژو په اړه درسره مالومات شریک کړل شول او د ښاروالۍ اداره په دې هڅه او تلاش کې ده، چې د نورو پروګرامونو او ډونرانو له لارې هم د رغوونې پروژې ولري او پدې ښار کې یې پلي کړي، چې په وخت سره به ټولې ترسره کیږي.

khost

سرسبزي: خوست ښاروالۍ د نورو برخو ترڅنګ د سرسبزۍ برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او دې چارې د خوست ښار په زرغونتیا کې مهم رول لرلی دی، خوست ښاروالۍ پدې برخه کې هڅه کړي، چې د سرسبزۍ د پلان په اساس په ښاري ساحه کې نیالګي کېنوي، ګلدانونه په ګلانو او زینتي بوټو رنګین کړي او د تفریحي غونډۍ په ګډون پارکونه شنه او د ښاریانو د ارامۍ او دمې دپاره جوړ کړي، چې د سرسبزۍ مدیریت ځینې فعالیتونه درسره شریکوو:

په ۱۳۹۹ مالي کال کې د زرغون خوست تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو ولسي کمپاین کې، چې نږدې یوه میاشت یې په بر کې درلوده؛ تفریحي غونډۍ کې ۳۱۶۵ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شول. شپږ ګونو ناحیو کې د ګذر وکیلانو په همکارۍ شاوخوا ۱۳۳۵ نیالګي او زینتي بوټي کېنول شول. ددې لپاره چې یاد نیالګي په ښه ډول روزل شوې وي ګذر وکیلانو ته دنده وسپارل شوه چې د سیمې له خلکو سره په همغږۍ د یادو نیالګیو سمه پالنه وکړي او هم کولی شي چې په یاده برخه کې هر وخت له ښاروالۍ همکاري ترلاسه کړي. 

ددې ترڅنګ د سرسبرۍ مدیریت په هلو ځلو په نرسرۍ فارم کې زرګونه ګلاب او بېلابېل نیالګي قلمه شوي او روزل شوي. له همدې برخې ۷۵۰۰ ګلابونه له ترافیکو مدیریت څخه تر حکیم تڼیوال پارک او تفریحي غونډۍ کې کېنول شوي او ۳۰۰۰ ګلاب ګلان او ۱۷۰۰ ګرېنټه له کباړ سرای څخه تر کوچي مارکېټ پورې عمومي جاده، لوړ پوړیزو ودانیو جاده، ښاروالۍ ریاست مخې ته ګلدان او ښاروالۍ ریاست په داخل کې کېنول شوېدي.

باید یاده کړو، چې د ناجو ونې پرته نوره ټوله نیالګي او بوټي د خپلو زیارکښو باغوانانو د لاس ثمره ده، چې د ښار په زرغونتیا کې یې برخه اخېستې ده. همداشان د راتلونکي ۱۴۰۰ کال دپاره په ظرف د ۹۰۰۰ بوټي ګلاب، ۲۳۵۷ بوټي بادام، ۶۰۰ بوټي چارمغز، ۴۰۰ زینتي بوټي د ښاروالۍ نرسرۍ فارم کې قلمه او کرل شوي، چې د مسلکي باغوانانو له لوري یې پالنه روانه ده او په تشخیص کیدونکو ځایونو کې به کېنول شي.

khost

ښاري نظم او اصلاحات:

د خوست ښاروالۍ ریاست د مارکېټونو تنظیم مدیریت په چوکاټ کې د روان کال د حمل میاشتې را په دېخوا د لایحې مطابق په خپله برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او هڅه شوې ده چې ښاریانو ته وړ سهولتونه رامنځته کړي او ځینې یې په لاندې ډول دي.

۱ د ښار په منځ کې د غیر قانوني ۹۴ لاسي میزونو  او شکېستونو ته مناسب ځای پیدا کول چې پخوا یې د ښار نظم اخلال کړی و.

۲  د جریمو عوایدد جوزا میاشتې پورې ۲۰۸۰۰ پیسې تحویل شوې دي او د سرطان میاشتې عوایدو راپور له دې سره نه دی یوځای شوی.

۳  د یوه ځانګړې ټاکل شوي کمیسیون سره د متر پر ځای د ګاز کارول چې ۳۰۰ ګازونه له هټیوالو را ټول کړل شویدي

۴  د تولیدي کارخانو څخه د میډیا پر وړاندې د لسګونه کاخانو نظارت او مهر لاک کول او د سرغړونې په صورت کې له دوی سره قانوني چلند ترسره کول.

۵  د کرونا ویروس په خپریدو سره د کرنتین له امله د شوې پرېکړې په اساس د ۲۱۴ هټیو مهر لاک کول.

۶  د ۵۶ حلال شویو څارویو نیول چې په معایناتو کې د انترکس په نوم خطرناکه ناروغي په کې تثبیت شوي او وروسته په مصؤن ځای کې دفن شوې دي.

۷  د ۱۱۰ نانواییو څخه نظارت شوی چې د کم وزن او صفایۍ د نه مراعت  له امله یو شمېر نانوایۍ جریمه شویدي.

۸  بې وزلو خلکو ته د وچې ډوډۍ د وېش له پروسې د مارکېټونو تنظیم مدیریت د کار کوونکو منظم نظارت.

khost