د هرات ښاروالي د ادارې عمده لاسته راوړنی او فعالیتونه د حمل میاشتی څخه تر اوس

Waseel_Yousufzai
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
شاروالی هرات

د هرات د ښاروالۍ ادارې په تیرو دریو میاشتو کې (حمل تر اوس) عمده فعالیتونه دا دي: د ۱۳۹۸ مالی کال د ۱۰ انکشافي پروژو بشپړول، د هبیتات او نړیوال بانک په چوکاټ کې د ۳ زیربنایی پروژو پرانیستل، د ښار بیلابیل سیمې د عفونت ضد لپاره دواپاشي کول، ۶۴ زره اړ کورنیو ته د وچې ډوډۍ ویشل، په ناحیو کې د ډوډۍ بانکونو جوړول او د پاکوالي لپاره د عمومي حشرونو ترسره کول.

هراتهرات

هرات ښار کې د کرونا ویروس د خپریدو سره؛ د عمومي تجمعاتو ځایونه د ښاروالي لخوا مسدود شوي، او بیوزله کورنیو ته د پاملرنې په خاطر د یوې ملي طرحې په چوکاټ کې ۶۴ زره اړ کورنیو سره ۱۸ پر له پسې ورځي وچه ډوډۍ وویشل شوه، د همدې پروسې په ترڅ کې ۵۵۲۳ ګونۍ اوړه نانوایانو ته تحویل شوه چې عمومي ارزش يې شاوخوا ۱۰۷ میلیون او ۴۱۰ زره افغانۍ کیږي، د هرې محتاجی کورنۍ سره د ورځي ۱۰ وچې ډوډۍ مرسته وشوه.

په همدې وخت کې د هرات د ښاروالۍ ادارې د ښاریانو د خوندیتوب په موخه، د عمومی اماکنو لکه مسجدونو، بازارونو، او د ښار د ۱۵ ناحیو سړکونو د عفونت ضد بهیر د کرونا د لومړي پیښې د ثبت سره سم، پیل کړه. په همدې لړ کې د ورځي د ښار ۱۰ کیلومتر واټن سیمې په ۱۰ زره لیتر د عفونت ضد دواو باندې ضدعفوني شوه، دغه بهیر تر اوسه دوام لري.

هراتهرات

همداراز د روان کال د حمل میاشتې نه تر اوسه، د هرات د ښاروالۍ ادارې د انکشافي فعالیتونو په برخه کې؛ د نړیوال بانک او هبیتات د پروژو له جملې څخه درې لویی بنسټیزي پروژې (د سړکونو اسفالت) پرانیستل. نوموړي پروژې د جامې پوهنتون سره د خواجه مرادبخش سیمې کې، د شاه محمدخان او  د ذین العابدین سړکونه چې په لومړي او شپږمي ناحیو پورې اړه لري، د ۵۴ میلیون افغانۍ په ارزش د ښاروالۍ لخوا پرانیستل شوه.

د دې فعالیتونو سربیره، په دریو وروستیو میاشتو کې نوموړي ادارې، ۱۰ نور اساسي او زیربنایی پروژې د ۷۵.۳۷ میلیون افغانۍ په ارزش د خپل انکشافي بودجی څخه بشپړ کړي دي. دغه پروژې عبارت دي له: په لومړي ناحیی پورې اړوند د باغمراد جادې د مسیر سره د کانال اعمار، پنځمې ناحیی اړوند د باغدشت ګذر سره د کانال جوړول، په اوومی ناحیې اړوند د جیسان ګذر کې د کانال اعمار، په پنځمې ناحیی کې د بانک خون سړک د واټ یا بلوار رغونه، په دوولسمه ناحیی کې د پلچکونو جوړول، په لومړي او اتمې ناحیی اړوند د مستوفیت څخه تر تخت سفر پورې د کانال کیندنه، په اتمې ناحیی اړوند د پنج متره کوڅی نه تر انصاري جادی د کانال اعمار، د ځوارلسمې ناحیی په بیلابیلو برخو کې د پلچکونو جوړول او په دیارلسمه ناحیی کې د سیدآباد ګذر سره د استنادي دیوال اعمارول.

هراتهرات

د نوموړو انکشافي او ټولنیز فعالیتونو تر څنګ، د هرات د ښاروالۍ ادارې د نیالګۍ کینوني په موسم کې ۳۰ زره زینتي ګلان، د ښار په شمالي لمن کې(د هرات د زرغون کمبربند بشپړولو په موخه)  په پارکونو، واټونو او د ښار عمومي سړکونو سره ۶۰ زره نور نیالګۍ کینولي. همداشان د هرات د بام لمن سیم، شهدای ګمنام او  د تخت سفر کښته برخه، هغه سیمې دی چې د هرات د ښاروالۍ د نیالګۍ کینولو بیلابیلو برنامو په چوکاټ کې، پکې نیالګۍ او زینتې ګلان کینول شوي دي.

هراتهراتهراتهراتهرات