د مزارشریف ښار د نظم او ښاري پراختیا کمیسیون رامنځته شو

waseel_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۳:۸
mazar municipaity

د مزارشریف ښار د نظم او ښاري پراختیا کمیسیون ناستي مشری چې د بلخ ولایت والی محمد اسحاق رهګذر کوله پکې د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي، د دولتی ادارو مسوولانو، د ښاروالۍ مشرتابه غړو، د دفتر شهر او د هبیتات دفتر استازو، مدنی فعالانو د ناحیو آمرینو په شتون سره ترسره شوه.

د مزارشریف ښار د نظم او ښاري پراختیا کمیسیون د هېواد ولسمشرۍ ماڼې او د سېمه ایزو خپلواکې اداری په لارښونه رامنخته شو چې د دولتی ادارو ۲۸ رییسان یې غړې دي. او ۷ کمېتی لري.

 

mazar municipality

 

mazar

چهارشنبه، د ۱۳۹۸ لمریزکال د لړم میاشت ۷ نېټه - مزارشریف!