په اړه
په ۸ د وږی میاشت د کال ۱۳۸۶ د ۷۳ شمیره فرمان په اثرسیمه ایزه خپلواکه اداره رامینځ ته شوه او ټول ښاروالیګانې پرته له کابل ښاروالۍ څخه خپل فعالیتونه تر دې ادارې لاندې تنظیم کوي. د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره د ولایتی او ولسوالیو ښاروالانو تقرر، تبدل او انفکاک تر ښاروالۍ انتخابی کیدو پورې مسوولیت لري. ښاروالیو مکلف دي چې خپل رپوټ د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکه ادارې د ښاروالیو معینیت ته وړاندی کړي.
د ښاروالیو د معینیت دندې په لاندی ډول دي:
- د ښاروالیو ملاتړ په ټولنیز خدمتونه او د بڼستیزو زیرساختونه
- د ښاروالیو د پالیسي ګانې، مقررې او لایحې جوړول او تطبیق کول
- د ښاروالیو د تفصیلی او ستراتیژیکي پلانونو د مسوده او جوړولو آسانتیاوی برابرول
- د ښاري اقتصادي او ټولنیز پراختیا لپاره د خصوصي سکتور راجلبول او انسجام ورکول
- د ښاروالیو د چارو په تصمیم نیولو کې د خلک برخه اخیستلو ته وده ورکول
- د ښاروالیو د مدیریتی سیستم ته وده ورکول
- د ښاروالیو د کارکونکو ظرفیت لوړوالې
کارکونکي
.د ښاروالیو معینیت ۴۴ ملکې خدماتو کارکونکې او د حمایوی پروګرامونو ۱۳ ملاتړیز متخصص کارکونکې لخوا مدیریت کیږي او فعالیت کوي
د تقرر نوعیت | نارینه کارمندان | ښځینه کارمندان | مجموعه |
---|---|---|---|
د ملکی خدماتو کارکونکی | 41 | 3 | 44 |
د حمایوی پروګرامونو د ملاتړیز کارکونکی | 10 | 3 | 13 |
تول | 51 | 6 | 57 |
تشکیلاتي ساختار
د ښاروالیو معینیت ۳ ریاستونه او 10 لاندنۍ آمریتونه لري :
د ښاري حکومتوالۍ لوي ریاست
- د ښاري برښنايي سیستم جورونې ریاست
-
- د معلوماتو سیسټمونو پراختیا آمریت
- د ډیټابیس انکشاف آمریت
- د ښاروالیو د شوراګانو او د پروګرامونو همغږي آمریت
- د حقوق او تقنین آمریت
د عوایدو، محاسبی او ښاروالیو اداري چارو ریاست
- د عوایدو او محاسبی آمریت
- د ښاروالیو د اداري چارو آمریت
- د مالي مدیریت آمریت (IFMS)
د تخنیکی او مسلکی ریاست
- د ښاری خدمتونو آمریت
- د تفصیلی پلانونو آمریت
- د اقتصادی پراختیایی آمریت