ماموریت او لیدلروی

 ښارواليو د معينیتونو معرفي:

د اساسي قانون له ۱۴۱مې مادې سره سم د ښارونو د چارو اداره د ښاروالیو ماموریت دی او دا ماموریت د ښې حکومتولۍ په چوکاټ کې د ښارونو د اوسېدونکو د عمومي اړتیاوو د برابرولو مسؤل دی.

په افغانستان کې پر کابل ښاروالۍ سربېره چې خپلواکه ده، ۲۰۴ ولسوالۍ شته دي چې د سيمه ييزې ادارې تر واک لاندې کار کوي او کارونه یې د ښارواليو د معینیتونو له لوري ملاتړ، تقویه، همغږي، څارل او تنظيمېږي. ولایتي او د ولسوالیو ښاروالۍ، لاندې چارو ته په پام سره په سيمه ييز حکومت کې د ځانګړي ځای لرونکې دي:

  • ښاروالۍ په ښارونو کې خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې د مرکزي حکومت سيمه یيزې څېرې او خلکو ته نژدې دي. دغه رول د ټولنې او دولت د اړيکو پر ښه والي سربېره، نسبت ګډون، شراکتونو او د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته عامه باور ډېروي او ښه اغېزه لري.
  • ښاروالۍ په سيمه ييزه او ملي کچه په ښارونو کې د ملي هدفونو د تحقق ښه بستر دی او د ملي پراختيا په بهير کې د سيمه ييزې اقتصادي پراختيا له لارې ښه برخه لري.
  • د اټکل له مخې د افغانستان د اوسېدونکو درېيمه برخه په ښارونو کې اوسېږي او پر ښاري ژوند سربېره، په کلیو کې د لږو امکاناتو او ناامنۍ له کبله کلیوال په ډېرېدونکي ډول ښارونو ته ځي. له بل لوري ډېر بېرته راګرځېدونکي ښه بولي چې په ښارونو کې ژوند وکړي. دغه وضعیت په واقعيت کې د عامه ښاري خدمتونو پراخول لازموي.
  • ښاروالي له یوازينیو سيمه ييزو اداري واحدونو څخه ده چې د خپلو عملیاتي او انکشافي پروګرامونو د تمویل له پاره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د کورنيو عوايدو په تولید او راټولولو مکلف ده. د عوايدو زیاتول د ښارونو د مثبت بدلون او د عامه خدمتونو او پراختیا په پايښت کې یوه اړینه چاره بلل کېږي.
  • ښارونه د پانګونې له پاره ښه چاپېريال دی او د پروسې د اغېزمنې رهبرۍ له لارې پراختیا کولای شي، ژوندانه ته د هيلې او د سولې، ثبات او امنیت د پياوړتیا لامل شي.

د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت ښاري پراختيا د خپلو اصلاحاتو په اجنداء کې یو له کلیدي عواملو او د اتکاء د تحقق په توګه نومولې، څو ښارونه د اقتصادي پراختيا تحريک کوونکي شي او د ښاريانو پر مشارکت ولاړه حکومتولي، د بيارغونې له پاره د دولت او ښاريانو تر منځ د بیارغونې له پاره پیاوړې شي.

د هدف پر بنسټ په ځانګړي ډول په ښارونو کې پورته اجندا، په ښاروالیو کې له لازمو اصلاحاتو او مثبت تحول څخه د ډاډ ترلاسه کولو په منظور، د سیمه یيزو ارګانونو ادارې د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۳۹۴لمريز کال د ۱۱مې مياشتې په ۱۴مه د ۲۲۳۳ شمېرې حکم سره سم، د ښاروالیو چارو عمومي ریاست د ښاروالیو معينیت ته لوړ شو. د ښارواليو معينيت د حکومت د مرکزي ادارې يوه برخه ده او ماموریت يې د افغانستان له ښارواليو په ځانګړي ډول کابل ښاروالۍ څخه ملاتړ، پیاوړتیا، همغږي، تنظیم او څارنه ده.

ماموریت:

د ښارواليو معينيت د افغانستان له ښارواليو د ملاتړ، پياوړتیا، همغږي، تنظيم او څارنې، د ښاري ښې حکومتولۍ، د عوایدو د ډېروالي او په ښاروالیو کې د عامه خدمتونو ښه والي له پاره جوړ شوی دی.

ليدلوری:

ښاروالۍ چې په ارزښتونو او ښې حکومتولۍ، ښې پايلې، لايق، پر ځان بسيا، ښه غوښتونکې او په ښاريانو ولاړې، خدمت کوونکې او د معلوماتي تکنالوژي په اصولو سنبال وي، مرفه ښارونو ته میلان لرونکې، ژوند پالونکې، ټول شموله، خوندي، منونکې، تلپاتې او د اجتماعي پراختیا او اقتصادي ودې له پاره برابرې وي.