د کونړ نوی والي د یاد ولایت ولسونو ته وروپېژندل شو

Waseel_Yousufzai
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۲۰:۲۳
د کونړ نوی والي د یاد ولایت ولسونو ته وروپېژندل شو

محمد اقبال سعید د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز د جمهوررئیس ۹۴۷ ګڼه حکم په اساس د کونړ د والي په توګه ټاکل شوی، نن پنجشنبه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین روح الله نیازي له لوري ولسونو ته وروپېژندل شو.

naizi

د کونړ نوي ټاکل شوي والي د امنیت خوندیتوب، ادارو کې اصلاحات، فساد سره مبارزه، ښه حکومتولي، انساني حقونو رعایت، بیان ازادي، نوې منابع او فرصتونه رامنځته کول، د مرکزي حکومت او دونرانو پاملرنې راجلبول، د قومونو او پرګنو ترمنځ د یووالي ټینګښت او همدا راز د ولایتي ادارې او ولسونو ترمنځ د باور رامنځته کول، یې خپل کاري لومړي توبونه یاد کړل.

konarkonarkonarkonar

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۶:۷
Background image

د جلال آباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهور رئيس په منظورۍ فیصل احمد امیري تر ټاکل کېدو وروسته د زمري په لومړۍ د جلال آباد په شاهي مانۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې ښاریانو او. . .

شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

دسيمه ايزو ارګانونو ادارې ښارواليو چارو معين دجلال آباد ولسي تړون ملي برنامې له مسولينو سره ناسته وکړه

دسيمه ايزو ارګانونو ادارې ښارواليو چارو معين ښاغلي روح الله نيازي په مشرئ، جلال اباد ښاروال فيصل احمد امري، جلال اباد ښاروالۍ تخنيکي او سکتوري چارو ريس ظهور احمد سهاک په ملتيا د زمري په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۲۰:۲۳
Background image

د کونړ نوی والي د یاد ولایت ولسونو ته وروپېژندل شو

محمد اقبال سعید د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز د جمهوررئیس ۹۴۷ ګڼه حکم په اساس د کونړ د والي په توګه ټاکل شوی، نن پنجشنبه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو. . .

BACK TO NEWS