د ښاري حکومتولۍ لوي ریاست

ژوندلیک

hamidi

محمد نصیر حمیدي د حاجي عبدالبصیر زوی دی چې په ۱۳۶۰ هـ ل کال د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې زیږېدلی دی. نوموړي د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه د ادارې او ډیپلوماسۍ په څانګه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی او د نوي ډهلۍ له اندرا ګاندي پوهنتون څخه ( له لرې واټڼ څخه)  یې په عامه اداره کې ماسټري اخیستې؛ په پاکستان ترکیې او اندونزیا کې یې د ښاري پراختیا او حکومتولۍ په برخه کې او په هندوستان کې یې د حل لارو د تبادلی په پروګرام کې برخه اخیستې ده.

  • د ښاری حکومتولۍ د عمومي ریاست څخه مخکې دندې او بوختیاوې:
  • د ښاروالیو معینیت د ښاري حکومتولۍ د عمومي ریاست سرپرست
  • د UNDP د سیمه ییزې حکومتولۍ په پروژه کې د ښاروالیو څخه د ملاتړ واحد مسؤل
  • دبلخ پوهنتون، د مولانا جلال الدین محمد بلخي خصوصي پوهنتون او د تاج خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د ادارې او عامه پالیسۍ په پوهنځیو کې تدریس
  • د بهار اندیشې د مشورتې او ظرفیت لوړولو شرکت ریئس او مشر سلاکار
  • د سیمه ییزې حکومتولۍ خپلواک کارپوه
  • د UNDP افغانستان د حل لارو د تبادلې په پروګرام کې د حکومتولۍ د مجمع او د ښاري پراختیا همغږي کوونکی
  • د UNDP افغانستان سیمه ییز حاکمیت پروګرام کې له ښاروالیو څخه د ملاتړ واحد مسؤل
  • د مولانا جلال الدین محمد بلخي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس
  • د افغانستان د مرستي په مرکز کې د ښځو د پیاوړتیا او ملاتړ پروژې مشر همغږي کوونکی او روزونکی
  • په مزارشریف کې د عالي مدرن پوهنتون رئیس او بنسټګر

تالیفات او څیړنیز آثار:

  • د حکومتولۍ کتاب
  • د پاک ښار او روغ ښاري کتاب
  • د انګلیسي ژبې ګرامر Modern English Grammar
  • په تېرو ۱۲ کلنو کې د افغانستان د ښاروالیو سروې او مطالعه
  • په سمنګان ولایت کې د تدریس کیفیت او روزنیزې لاسته راوړنې