د ولسي تړون ملي پروګرام

 

ولسي تړون

ccap logo

ولسي تړون ملی پروګرام چی د ۱۳۹۵ کال د تلې له ۵ مې نېټې څخه پیل شوی دی، د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ځان بسیاینې د لیدلورې د تحقق لپاره یو بنسټ دی. دا پروګرام  د دولت او زرګونو  کلیو  ترمینځ یوه  ژمنه ده. ولسي تړون د افغانستان دولت له ژمنو څخه دی تر څو د خلکو له  لومړیتوبونو سره سم د هېواد په ټولو کلیو او ښارونو کې لومړي خدمتونه وړاندې کړي.  دا پروګرام  د یو کلي په کچه د بودیجې د جوړولو او مالي راپور ورکولو له  مخې رامنځته شوی دی.  په دې پروګرام کې د کلي اوسېدونکي له خپلو پراختیایي موخو څخه څارنه کوي، د وړاندې شوو خدمتونو د کیفیت  څارنه کوي او خپل شکایتونه اړوندو چارواکو او مدني ټولنو ته وړاندې کوي. ولسي تړون ملي پروګرام د حکومتولۍ په ټولو کچو کې  ټولییزې پراختیا او حساب ورکونې ته وده ورکوي. ولسي تړون د زیانمنونکو ډلو لکه ښځو، راستنيدونکو او بېوزلو خلکو غږ اوچتوي او دا په هغو سیمو کې د افغان دولت د مثبت حضور ښکارندویي کوي چې پخوا بېوزلي وه او  قانون پکې واکمن نه وو.

ولسي تړون  پروګرام  د لومړی ځل لپاره د افغانستان دولت د پالیسۍ په سند کې د«ځان بسیاینې د تحقق» په نامه  پیژندل شوی دی. افغانستان د کليود پراختیا په برخه کې له ۱۵ کلونو څخه ډېره او بریالۍ کاري تجربه لري چې د ملي پیوستون پروګرام یې یوه روښانه بیلګه بلل کېږي . سربېره پر دې، نور دولتي او غیر دولتي پروګرامونه  چې له کلیوالو سره یې ګډې چارې پرمخ بېولې دي هم په دغه تجربه کې شامل دي.  دا بریالۍ تجربې او ګډې هځې د ولسي تړون پروګرام د چارو د لابریالیتوب لامل کېږي تر څو د هېواد په کچه انفرادي پروژې په یوه پایښت لرونکي پروګرام بدلې کړي.

د کلي پراختیایي شوراګانې:

 د کلي پراختیايي شوراګانې (CDCs) د ولسي تړون ملي پروګرام د پاملرنې په محراق کی ځای لري. دې شوراګانو ته د پراختیایي پانګونو د پلان جوړولو، خبرو اترو (مذاکراتو) او مدیریت دنده ورسپارل شوې ده.‍ د ملي پیوستون له لورې په ټول افغانستان کې ۳۵۰۰۰ پراختیایي شوراګانې جوړې شوې دي. دې شوراګانو شاوخوا ۲ ملیارده امریکایي ډالر د زیربنایی پروژو په پلي کولو کې په منځنۍ ډول د پانګې د  ۳۵٪ په بیرته ګرځیدو سره (کومه ګټه چې لدې پانګې اچونې نه بیاځلې لاسته راغلې ده  ) لګولي دي  او نېږدې ۳۰ ٪ لګښتونه او کار ي ځواک خپله د کلي له خوا چمتو شوي دي چې دا په حقیقت کې د کلي دخلکو د باور، محبوبیت او لیوالتیا یوه څرګنده نښه بلل کېږي. یادې شوراګانې د مالي مدیریت، د اسنادو او مکاتیبو د ساتنې، د  روڼتیا د اساسي اصولو،  ګډون او حساب ورکونې په اړه روزل شوې دي.  خپلواکو ارزونو په تکراري ډول په ډاګه کړې ده چې په کلیوالې سیمو کې ( چې رسیدل ورته ګران دي ) هېڅ کومه بله پروژه  د لګښت او لویې  کچې له مخې د اغېزمنو  خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ملي پیوستون پروګرام ته نشي رسېدلای.

د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د کلي پراختیایي شوراګانې په آزاده او خپلواکه توګه ټاکل کېږي او دلومړنیو  بنسټیزو پراختیایي پروژو د پلي کولو په موخه روزنه ورکول کېږي.  د پروژو پراختیایي بودیجه د مالیې وزارت له لورې د هر  کلي د پراختیایي شورا بانکي حساب ته په مستقیم ډول لېږدول کیږي. په داسې حال کې چې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت  (MRRD) د کلیوالي سیمو او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره د ښاري سیمو فعالیتونو اوچارو ملاتړو او څارنه کوي. د کلي پراختیایي شوراګانې په خپلو سیمو کې په مستقیم ډول د پراختیایي  پروژو د  پلي کولو دنده پر غاړه لري.

لږترلږه معیاري خدمتونه (MSS):

 هغه څه چې ولسي تړون ملي پروګرام له ملي پیوستون پروګرام څه بیلوي، له لږ ترلږه معیاري خدمتونو څخه عبارت دي. له ملي پیوستون پروګرام سره په توپیر، په ولسي تړون پروګرام کې  د سیمې خلک د لږ تر لږه ټاکل شوو او تعریف شوو معیارونو درلودونکي دي او بنسټیزو خدمتونو ته به لاسرسی ولري. دا خدمتونه د کلي د خلکو له لوري څارل کېږي او د نومرې ورکولو د کارتونو له لارې به یې په هکله راپور ورکړل شي. هغه خدمتونه چې د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا وړاندې کېږي په لاندې ډول دي:

mss

د کډوالۍ ستونزې په نښه کول:

ولسي تړون  په هغو سیمو کې چې د کډوالو د لوړې کچې درلودونکې وي؛ خدمتونه، دندې او د بیا مېشت کېدلو مناسب چاپېریال رامنځ ته کوي. ولسي تړون د عمومي او سرتاسري پراختیا له ماډل څخه کار اخلي. په دې معنی چې راستنیدونکي، داخلي بې ځایه شوي او د کلي اصلي اوسېدونکي  به له پراختیایي فعالیتونو او کړنو  څخه ګټه پورته کړي. راستنیدونکو، داخلي بې ځایه شویو او د کلیو اصلي اوسېدونکو  ته د لومړنیو خدمتونو د برابرولو له پاره  به د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري اړینه مالي بودجه  په واک کې ورکړل شي ترڅو د سرچینو پر سر له منفي سیالیو څخه مخنېوی وشي. د ولسي تړون د څارنې ساتنې او ودانۍ له پاره نغدي وجهه  (MCCG) چې د ولسي تړون ملي پروګرام یوه برخه ده،  په کلیو او بانډو کې  موسمي او داسې دندې  چې په یو وخت کې  ډېرو کارګرو ته اړتیا ولري، د کلیو له ۱/۳ څخه ډېرو کورنیو  لپاره  د  تر ټولو بېوزلو وګړو  په پام کې نیولو سره  ( په هغو سیمو کې چې ډېر شمیر راستنیدونکې او بېځایه شوي پکې موجود وي )،  د کار زمینه برابروي، تر څو هغوی وکولای شي د بېکارۍ موسم او لږ عاید ترلاسه کولو  پرمهال د خپل عادي ژوند پر مخ بېولو لپاره له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي .

د بېوزلۍ د کچې راټیټول:

ولسي تړون ملي پروګرام د ګڼ شمېر ستراتېژیو له لارې د بېوزلۍ لاملونه په نښه کوي چې  موخه یې  له ټولو کلیوالي (بشري او اقتصادي) سرچینو له کار ولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو  لپاره د ډله ییز اقدام   بنسټیز کول دي. دهرڅه نه مخکې، ولسي تړون ملي پروګرام  ټول  کلی د تحلیل په یوه بهیر (پروسه) کې شاملوي چې  په دې تحلیل کې به په کلیو کې د سرچینو ویش، د کلیو بیلابیلي ټولنیزې طبقې (شتمنې، منځنۍ، بېوزله او ډېرې بېوزله)، د کار او مزد ترلاسه کولو موسمونه، موسمي لوږه او له هغې سره د مقابلې میکانېزمونه او همدارنګه د بېوزلو کورنیو عواید او لګښتونه په ګوته کېږي.  د دې تحلیل او تجزیې  پایلې د کلي  پراختیایي پلان د جوړولو پر مهال څېړل کېږي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې مهمو مسئلو ته د کلي په پلانونو کې په پام کې نیول کېږي.

دوهم،  د ولسي تړون ملي پروګرام په هر کلي کې د ټاکنیزو واحدونو په رامنځ ته کولو سره، د ملي پیوستون پروګرام  د ټاکنو  سېسټم ته وده ورکړې ده چې د کلي د محرومو ډلو په ګډون هر کس کولای شي د یادو ټاکنیزو واحدونو له لارې خپل (یو نارینه او یوه ښځینه) استازی وټاکي.

درېم،  اوس مهال په هره پراختیایي شورا کې د کرنې، روغتیا، پوهنې، زیانمنونکو ډلو، چاپېریال او ځوانانو فرعي کمېټې شاملې دي. د روغتیا او پوهنې کمیټې په خلکو کې د خدمتونو د غوښتنې د انګېزې د راژوندي کولو مسؤولیت لري.  د کرنې او چاپیریال کمیټې به  پټې او ناڅرګندې اقتصادي او بشري سرچینې فعاله کړي. په همدې توګه بزګرانو ته په کار ده  چې ناکاره ځمکې او هغه ځمکه چې لږه ګټه ترې پورته شوې او دا چې  له دې ځمکو څخه  څه ډول  اغېزمنه ګټه پورته کړي، په ګوته کړي تر څو هغه کورنۍ چې ځمکې نه لري وکولای شي  د کرکیلې لپاره کرنيزو ځمکو ته لاسرسی ومومي. په دې توګه،   د ټولو طبیعي سرچینو په ګوته کول او ارزونه او دا چې دا سرچینې څه ډول په دوامداره توګه د بېوزلو کورنیو په ګټه وکارول شي، د یادو کمیټو دنده ده.

څلورم،  په  هر کلي کې د زیانمنونکو ډلو پراختیایي فرعي کمېټو ته دنده ورکړل شوې ده  تر څو  د ډېرو زیانمنونکو ډلو او بېوزلو کورنیو د موسمې لوږې د کچې راټیټولو  په موخه چې هر کال د خوړو له کمښټ سره مخ وي، کمپاینونه په لاره واچوي.  ولسي تړون ملي پروګرام  په  کلیو کې  د غلو دانو بانکونه رامنځ ته کوي. له دې کار څخه موخه د شتمنو او منځني اقتصاد لرونکو کورنیو، سوداګرو او د ډېرو ځمکو خاوندانو او همدا راز  هغه خلکو هڅول دي چې ښاري (د هېواد د ننه یا بهر) سیمو ته تللی دي تر څو دوی نه خوساکېدونکي خوراکي توکي، جامې، کمپلې یا نغدې پیسې د کلي له ۱۰٪ تر ټولو بېوزلو کورنیو سره په منظم ډول د مرستې په توګه چمتو کړي تر څو له دې لارې څخه د بېکارۍ او لږ حال تر لاسه کولو  پر مهال خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. سربېره پردې،  ولسي تړون ملي پروګرام  په هغه سیمو کې چې د راستنیدونکو/ داخلي بې ځایه شوو کچه یې لوړه ده، هغه پراختیایي شوراګانو ته چې په بریالۍ توګه یې د غلو دانو بانکونه جوړ کړي دي تر۲۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې نغدي وجه په واک کې ورکوي.

په پای کې، د ولسي تړون ملي پروګرام د هېواد په کچه له زیانمنونکومالدارو ډلو څخه د ملاتړ په موخه به د یادو ډلو له استازو سره په ګډه کار وکړي تر څو له کوچیانو او نمیه میشتو وګړو څخه د ملاتړو کولو په موخه مناسب میکانېزمونه او کړنلارې رامنځ ته کړي. په دې وروستیو کې، دهېواد په کچه له ۲۶ ولایتونو څخه د کوچیانو رابلل شوو استازو د یوې مشورتې غونډې په ترڅ کې په لومړي ګام کې د میاشتنیو او وروسته د درې میاشتنیو غونډو د تر سره کولو په هکله هوکړه وکړه  او په لومړني پړاو کې یې د خپل تګ او راتګ د مسیرونو د نقشې  چمتو کولو ژمنه وکړه  تر څو پر بنسټ یې  د ولسي تړون پروګرام له بین الوزارتي  ماهیت څخه په ګټه اخیستلو سره د یادو وګړو لپاره ګرځنده کلېنیکونه، ښوونیزې (خصوصي) او مهمې وترنري آسانتیاوې چمتو کړي.

په بالقوه فعالیتونو کې د نارینه او ښځینه کوچیانو لپاره د ښوونکو روزنې شاملې دي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هغه شمیر  ماشومان چې له خپلو کورنیو سره سفر کوي وکولای شي د وترنرۍ په ټولګیو او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړي او د خپلو څارویو له پاره لومړني خدمتونه وړانډې کړي. نیمه مېشت کوچیان د کلي د پراختیایې پلان مهمه برخه ګڼل کېږي  او د هغو بېلابېلو فرعي کمیټو له لارې چې د بېوزلۍ د کچې راټیټولو په برخه کې فعالیت کوي، د دوی ستونزو ته پاملرنه کېږي.

کرنه او مالداري:

د کلي د کرنې او مالدارۍ پروژې (CLAP) موخه  د کابل، پروان او لوګر ولایتونو په ټاکل شویو ولسوالیو کې د شاوخوا ۱۷۰،۰۰۰ کلیوالو کورنیو لپاره د  خوراکي توکو خوندیتوب ته وده ورکول دي. همدارنګه دا پروژه د ښځو د ټولنیزاو اقتصادي ژوندانه د شرایطو د کچې د لوړلو له لارې  د جندر توپیر (تبعیض) کچه راټیټوي. د کلي د کرنې او مالدارۍ پروژه (CLAP) د تولیدي شتمنیو، مهارتونو، خدمتونو، ټیکنالوژیو او د پام وړ کورنیو د عایداتي فرصتونو په ډېرولو باندې تمرکز کوي.   په پام وړ ډلو کې د لږ کرنیزې ځمکې درلودونکي  بزګران،  بېوزله مالداران، هغه کورنۍ چې کرنیزه ځمکه نلري، ښځې، هغه کورنۍ چې مشري یې د ښځو پر غاړه ده، مېشت او ګرځنده کوچیان  شامل دي.  په یاده پروژه کې لاندې درې  برخې شاملې دي:

 ( الف) د کلي پراختیا: د تولیدي زیربناوو او بنسټیزې پیاوړتیا په ګډون:  د دې برخې موخه  له کوچنیو زیربناوو څخه د ملاتړ له لارې د کرنیزو محصولاتو د زیاتولو په موخه د کلیو د وړتیاوو لوړول دي.  همدارنګه د مالکیت او  پایښت اړوندومسألو ته د پاملرنې له پاره د کلي  په کچه د سازمانونو او د سیمه ایزو  حکومتي ادارو د  وړټیاوولوړول هم په غاړه لري.

 (ب) د کرنې او مالدارۍ  وده: د پروژې  د دې برخې موخه  د بېوزلۍ د کچې راټیټول او د خوراکي توکو د خوندیتوب کچې لوړول دي. په دې لړ کې د کليو په کچه د ښځو په مشرۍ کورنیو، زیانمنونکو او محرومو  ډلو باندې ډېر تمرکز کېږي او دوی ته د کرنې او مالدارې مناسبې ټولګې ورپېژندل کېږي او تر یوه حده د ځنځیري پراختیايي ارزښت او له سوداګریزو مارکېټونو سره د نښلولو په برخه کې یې ملاتړ کېږي.

 (ج) د پروژې مدیریت: له پالیسۍ او د مسلکي ځوانانو  له پروګرام څخه ملاتړ :  د دي برخې موخه  د پروژې د همغړۍ  د کچې لوړول او د پروژې د ملاتړ ډلې ته د تخنیکي مرستې چمتوکول  دي. همدارنګه دا پروژه  د مسلکي ځوانانو د  پروګرام، له  پالیسۍ څخه د ملاتړ  وجهې او ځانګړې مالي آسانتیاوې هم تمویلوي.

 (د) د کلي د کرنې او مالدارۍ پروژه (CLAP) د کرنېزې پراختیا لپاره د نړیوال وجهي صندوق (IFAD) له خوا تمویل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا پلې کیږي. په دې برخه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوی چې له مخې به یې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت  د ولسي تړون پروګرام له لارې د کلي د کرنې او مالدارۍ پروژې (CLAP) د لومړۍ برخې په پلي کولو کې تخنیکي مرسته  ترسره  کړي.

لږترلږه معیاري خدمتونه (MSS):

 هغه څه چې ولسي تړون ملي پروګرام له ملي پیوستون پروګرام څه بیلوي، له لږ ترلږه معیاري خدمتونو څخه عبارت دي. له ملي پیوستون پروګرام سره په توپیر، په ولسي تړون پروګرام کې  د سیمې خلک د لږ تر لږه ټاکل شوو او تعریف شوو معیارونو درلودونکي دي او بنسټیزو خدمتونو ته به لاسرسی ولري. دا خدمتونه د کلي د خلکو له لوري څارل کېږي او د نومرې ورکولو د کارتونو له لارې به یې په هکله راپور ورکړل شي. هغه خدمتونه چې د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا وړاندې کېږي په لاندې ډول دي:

د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې ملاتړ:

د مرکزي او سویلي آسیا د بریښنا لیږد او سوداګریزه پروژه (کاسا - ۱۰۰۰)  په دوو برخو  کې د بدلون او تحول پروژه ده. دې  پروژې د نړۍ په ځینو ډېرو بېوزلو برخو کې د بیوزلۍ د کچې راټیټولو زمینه برابره کړې ده  او په قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان کې برېښنایي انرژۍ او سوکالۍ ته وده ورکوي. د کاسا - ۱۰۰۰  پروژه د مرکزي او سویلي آسیا د څلورو هیوادونو تر منځ د برېښنا د سودا ګرۍ لمړنۍ پروژه ده چې د اوږد مهاله سوداګریزو تړونونو  پر بنسټ، د یادو څلورو ګاونډیوهیوادونو ترمنځ ۱۳۰۰ میگاواټه  برېښنا لېږدوي. دا به  په مرکزي او سویلي آسیا کې د بریښنا د سوداګرۍ مارکیټ  د پراختیا په برخه کې لومړنی ګام وي.

د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې په طرحه کې له کلي څخه د ملاتړ  یو  پروګرام یا (CSP) د هغو کسانو او کلیو په هکله شامل دی چې د برېښنا د دې لیږدوونکې لیکې په دواړو طرفونو  کې د ۴ کلیومتره عرض او ۵۶۲ کیلومتره اوږدوالي په واټن کې میشت او تر اغېزې لاندې راځي. د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې  اړوند له  کلي څخه د ملاتړ پروژه به په مسقیم ډول د اقتصادي زیربناوو  د تمویل په موخه کلیو ته مالي وجهې  ورکړي، چې په دې لړ کې به د برېښنایي برخې  پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي. تمه کېږي چې د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې  مزي د لیږد لپاره به  مناسبه زمینه برابره کړل شي  او همدارنګه د کلي  ملاتړ پروګرام  د فرعي پروژو دوام به ډاډمن  او د سیمې د بیوزلو وګړو  لپاره  به د پروژې پراختیایي پایلې حد اکثر ته ورسوي.

معلومات فعلی