د وطندار پروګرام لومړنۍ غونډه په نیمروز کې ترسره شوه

waseel_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۳:۳۲
نیمروز ته په سفر کې

په دې غونډه کې، چې د چهارشنبې په ورځ د مرغومي د مېاشتې په 11 مه نېټه جوړه شوه، د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د ښاروالیو معین عبدالباقي پوپل سربېره، د نیمروز والي، د یو شمېر ادارو رییسانو او کارکوونکو، د اتلسو ولایتونو یو شمېر ځوانانو، مشرانو او مدني فعالانو برخه لرله.

نیمروز والي سیدولي سلطان ددغه شان پروګرامونو د جوړولو د هرکلي ترڅنګ وویل: دا ډول پروګرامونه د ولسونو ترمنځ د ملي یووالي ټینګښت لامل ګرځي او دې ته زمینه برابروي، چې ولسونه سره یو موټی شي او د پرمختللي افغانستان په اړه یو دریځ غوره کړي.

ده دغه راز وویل، چې د وطندار پروګرام د حکومت او ځوانانو ترمنځ د اړیکو په نږدېوالي کې مرسته کوي، چې په وینا یې دا ډول پروګرامونه د ملت جوړونې، ملي پیوستون،د ځوانانو ترمنځ په همغږي او د افکارو په جوړونه او لېږد کې مهم رول لوبولی شي.
د سلطان په وینا نیمروز یو کوچنی افغانستان دی، چې د ټولو ولایتونو خلک پکې ژوند کوي او همداراز د ټولو وروڼو قومونو شوراګانې پکې شتون لري.
یاد پروګرام ته، چې له اتلسو ولایتونو څخه ځوانان او پېغلې وربلل شوې دي، د درې ورځو په ترڅ کې به په بېلابېلو پروګرامونو کې برخه اخلي او له بېلابېلو تاریخي او فرهنګي ځایونو به لیدنه ترسره کوي.

نیمروز ولایت

نیمروز ولایت

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۲:۲۳
Background image

زرنج ښار ته په سفر کې؛ د کمال خان بند څخه لیدنه

د ۱۳۹۸ کال د مرغومی میاشتې ١٣ نېټه
د نیمروز ولایت ته د لغمان ولایتی اداری هییت دسفر په دریمه ورځ چې د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د ښاروالیو معین ښاغلی عبدالباقی پوپل یی ملتیا کوله د کمال. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۳:۳۲
Background image

د وطندار پروګرام لومړنۍ غونډه په نیمروز کې ترسره شوه

په دې غونډه کې، چې د چهارشنبې په ورځ د مرغومي د مېاشتې په 11 مه نېټه جوړه شوه، د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د ښاروالیو معین عبدالباقي پوپل سربېره، د نیمروز والي، د یو شمېر ادارو رییسانو. . .

جمعه ۱۳۹۸/۱۰/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د منار مینه لومړنی شورا د پارک پروژه د ګتی اخیستنی ته وسپارل شو

 جلال آباد ته د سفر په دوام د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو معین ښاغلي عبدالباقي پوپل، د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري څانګې عمومي ریس ښاغلی محمد نجیب امیری، د ولسي تړون ملي. . .

BACK TO NEWS