د نظم او ښاری پراختیا کمیسیون

ښاری نظم او پراختیا کمیسیون د ښاروالیو قانون د ۳۷ نه تر۴۴ مادو په رڼا کې او د ۱۳۹۷کال د تلې د میاشتې له ۹ نه تر ۱۱ د ښاروالانو په دریم ملی کنفرانس کې د افغانستان اسلامی جمهوریت جلالتمآب جمهور ریس هدایت سره سم جوړیږي

د ښاری نظم او پراختیا کمیسیون د اداراتو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول ، پیاوړي کول او د نظام جوړولو همغږی ، د پوهې او تجربې شریکول ، د ښاري زیربناو کړنې پرمخ وړل او په ښاري سیمه کې د تخریب مخنیوي په خاطر جوړیږي

د پورته ذکرشویو مادو پر بنسټ د ښاروالیو معینیت د ښاری حکومتولی لوی ریاست د نورو اداراتو په هغږي سره د په لاندی ولایتونو کې د ښاری نظم او پراختیا کمیسیون جوړ کړي دي

د لا زیاتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره لاندې جدول ته مراجعه وکړئ

ګڼه

ولایت

ښاروالی

د جوړېدونېته

کتنه

1

سرپل سرپل 1398/04/26  
2 بامیان بامیان 1398/05/13  
3 خوست خوست 1398/06/02  
4 بادغیس قلعه نو 1398/06/13  
5 نیمروز رزنج 1398/06/30  
6 فراه فراه 1398/07/10  
7 میدان وردک میدان شهر 1398/07/10  
8 نورستان پارون 1398/07/15  
9 کاپیسا محمود راقی 1398/07/22  
10 بلخ مزارشریف 1398/08/08  

په ولایتونو کې د جوړشویو ښاری نظم او پراختیا کمیسیون جدول