د جلال آباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو

Waseel_Yousufzai
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۶:۷
د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې د جلال آباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو او د مخکیني ښاروال کړنې وستایل شوې

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهور رئيس په منظورۍ فیصل احمد امیري تر ټاکل کېدو وروسته د زمري په لومړۍ د جلال آباد په شاهي مانۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې ښاریانو او مسؤلینو ته ور وپېژندل شو او رسما یې خپله دنده پیل کړه،همدا راز د مخکیني ښاروال روح الامین حسن کړنې د بېلابېلو قشرونو له لورې وستایل شوې

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو چارو ښاغلی معین روح الله نیازي د مخکیني ښاروال روح الامین حسن څخه مننه وکړه چې په سختو ورځو کې یې د ښاروالۍ د مدیریت چارې ترسره کړې او نوي ښاروال څخه یې هیله وکړه چې عملي کار پیل کړي او د جلال آباد ښار پرمختیایي پلان تطبیق کړي

jalaabad

هغه زیاته کړه،نوی ښاروال باید په ښو کړنو سره د یو څو تنو پر ځای ټول ښاریان خوښ وساتي،د حاکم پر ځای خادم اوسیږي،ښاري نظم،شفافو عوایدو لوړیدو،ښاریانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو،ولس سره په مشورو ترسره کولو، د جلال آباد ښار د ماډل کولو په موخه خاص ځآیونو جوړولو او نورو برخو کې جدي هڅې او اقدامات وکړي.

jalaabad

ښاغلی نیازي نوي ښاروال ته د مرکزي ادارې د ملاتړ ډاډ ورکړ او ورته یې سپارښتنه وکړه چې د ښاروالۍ سره د همکارو ادارو څخه په ښه توګه د ښار د ښکلا او ابادۍ په موخه کار وکړی

jalaabad

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۶:۷
Background image

د جلال آباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهور رئيس په منظورۍ فیصل احمد امیري تر ټاکل کېدو وروسته د زمري په لومړۍ د جلال آباد په شاهي مانۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې ښاریانو او. . .

شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

دسيمه ايزو ارګانونو ادارې ښارواليو چارو معين دجلال آباد ولسي تړون ملي برنامې له مسولينو سره ناسته وکړه

دسيمه ايزو ارګانونو ادارې ښارواليو چارو معين ښاغلي روح الله نيازي په مشرئ، جلال اباد ښاروال فيصل احمد امري، جلال اباد ښاروالۍ تخنيکي او سکتوري چارو ريس ظهور احمد سهاک په ملتيا د زمري په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۲۰:۲۳
Background image

د کونړ نوی والي د یاد ولایت ولسونو ته وروپېژندل شو

محمد اقبال سعید د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز د جمهوررئیس ۹۴۷ ګڼه حکم په اساس د کونړ د والي په توګه ټاکل شوی، نن پنجشنبه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو. . .

BACK TO NEWS