د ښاري الکترونیکي سېستم جوړونې ریاست
-
د ۱۳۹۸ل کال د ښاري الکټرونيکي سېستم د رياست لاسته راوړنې
- د شکاياتو د مديريت د سېستم د لارښود برابرول (په دريو اداري برخو، په ښارواليو او د ښارواليو په معينيتونو کې) د اجرااتو د مديريت په سېستم او د وېبپاڼې په لارښود کې.
- په ۲۵ مرکزي ښارواليو کې د اجرااتو د مديريت د سېستم فعالول
- د ګذر د وکيلانو د اطلاعاتو د مديريت د ډيټابېس طرحه او ډيزاین
- د ښاري حکومتولۍ د کارکوونکو د ډيټابېس فعالول، طرحه او ډيزاين
- په ۱۷ ښارواليو کې د شکایتونو د مديريت د سېستم فعالول
- د مخابراتو وزارت په نوي CMS سره د ښارواليو د معينيتونو او ۷ ښارواليو د وېبپاڼو فعالول
- د ښاریانو له پاره د ښه هېوادوال د سافټ وېير برابرول
- د ښارواليو د کارکوونکو له پاره د وېب پاڼې او سېستمونو څخه د کار اخيستو ډول او د معلوماتي سېستمونو له پاره د زده کړې د دريو پروګرامونو جوړول.
- د ښاري الکټرونيک سېستم د کارکوونکو له پاره د کمپيوټري شبکې، د سروېيرونو د مديريت، د ډيټاسنټر مديريت او د معينيت د معلوماتي سېستمونو د ډيټابېس د مديریت له پاره د کمپيوټري شبکو د ۴ تخصصي پروګرامونو جوړول.
- د Laravel د پرانيستې سرچينې د تکنالوژۍ د وروستۍ نسخې له ساده PHP څخه د ګذر وکيلانو د اطلاعاتو د مديريت د سېستم لوړوالی.
- د ښارواليو د معينيت په وېبپاڼو کې، د ۳۳ ولايتي ښارواليو د بوديجې د تشکيل د خپرېدو د روڼتيا له پاره، ورکړل شوي قراردادونه او د داوطلبيو اعلان.
- د پروګرام تر پوښښ لاندې ښارواليو د ۱۰ وېبپاڼو د جوړولو له پاره د ښاري پروګرام د مالي او تخنيکي ملاتړ موندل.
- د ښاروالیو او مرکز تر منځ د اغېزمنو اړيکو د ټينګښت په موخه د ښارواليو د ښاري حکومتولۍ د مسولینو له پاره د وټس اپ ګروپ جوړول.
- د ښارواليو او د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت تر منځ د ښو اړيکو د ټينګښت په موخه ياد وزارت ته د دې معينيت د استازي ورپېژندل.
- په ځانګړې توګه له GPS څخه د استفادې له پاره تخنيکي ملاتړ او فعالول، الکټرونيکي حاضري، يا هم د ښارواليو په ادارو کې له PABX ټلیفونونو استفاده کول او د نوبت ورکولو ماشین.
- له 10 Mbps څخه 20 Mbps د ښاروالۍ د معينيت د انټرنيټ د سرعت لوړول او د انټرنيټ په کارولو کې د اسانتیاوو راوستل.
- د دې معینیت په داخلي ریاستونو کې د شکایتونو د مدیریت سېستم فعالول او د ښاریانو له خوا د وېبپاڼې له لارې په انلاین ډول د شکایتونو د فورم ثبتول او په معینيتونو او ښاروالیو کې د خدمتونو د وړاندې کولو ښه والی او روڼتيا.
- د ادارې د بوديجې له لارې د ښاروالۍ د معینيتونو له پاره د یوه نوی سروير برابرول.
- د ښاري الکټرونیکي حکومتولۍ له مخې د ښاروالیو د وضعیت د ارزولو د فورم برابرول او پای ورکول.
- د ښاروالیو د معینیت د ډيټاسنټر د وضعیت تجزیه او شننه او د (د دامین او سروریس اکټيو دایرکټوري او سېستم ته د معینیت د ټولو رسمی کار وړونکو ننویستل، د share folder فعالول او له شبکې سره د تړل شوو کمپيوټرونو انټي ويروس فعالول) اقدامات.
- د انټرنيټ د سرويرونو IFMS او MMIS له 2 Mbps به 6 Mbps د سرعت ډېرول.
- د ښاروالۍ د معینیت په وېبپاڼه کې له ۷۰ د ډېرو خبري مطلبونو خپرول چې تر دې وړاندې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ م کال پورې يوازې ۳ مطلبه پکې خپاره شوي وو.
- د افغانستان د ښاري حل لارو د ټولګې په سېستم کې د همکارو پروګرامونو او د ښارواليو له بېلابېلو برخو څخه له ۲۰۰ د ډېرو کاروونکو ثبت او راجستر کول.
Some content in menu 2.
د ښاري الکټرونيکي سېستم جوړولو د رياست کاري پلان
- د معينيت په وېبپاڼه کې به د ۱۰۰ ښاروالیو بوديجه خپره شي.
- د لسو ښاروالانو وېبپاڼې به فعالې شي.
- د وېبپاڼو ټولې پاڼې به ګټورې او په دریو ژبو وي.
- د معينيت د فېسبوک رسمي پاڼه به جوړه شي او همداراز به ارتباطي ډلې جوړې او تنظیم شي.
- د معینیت د رهبرۍ په همغږۍ سره به د معينيت ټولو کارکوونکو ته رسمي برېښناليک پتې جوړې شی.
- د داخلي ټلیفونونو وضعیت، امنيتي کمرې، د سروير کوټې د برېښنا وضعیت او د ښارواليو د معينيتونو کمپیوټري شبکې به په پرلپسې ډول کنټرول او وڅارل شي او مياشتني راپورونه به یې جوړ کړل شي.
- د ۱۳۹۹مالي کال تر پای پورې به لږ تر لږه درې سرويرونه په اصولي ډول عيار او د معلوماتي سېستمونو د خدمتونو له پاره به ګټور او د کار وړ شي.
- د ښاروالیو د اړتیا تشخيص ته په پام او د الکټرونیکي سېستمونو د پلي کولو له پاره به د ښاروالیو د وضعیت په برابروالي سره د ولایتونو ښاروالۍ په يادو سېستمونو سره سنبال شي.
- ټولې ولایتي ښاروالۍ به له انټرنېټ سره وتړل شي.
- د مبايل درې سافټ وېيرونه به برابر کړل شي.
- د انلاین زده کړې مرکز به جوړ شي.
- د بوديجې د انلاین خبرو اترو سافټ وېیر به جوړ شي.
- د ښاریانو د رضايت د سروې انلاین سېستم به جوړ شي.
- د ښارواليو د کارکوونکو ډېټابېس به جوړ او معرفي شي.
- د ښاروالۍ د پروژو د مدیریت سېستم به جوړ او فعال شي.
- د ګذر د وکیلانو ډېټابېس به د ښارواليو د ۳۳ وکيلانو له پاره معرفي او فعال شي.
- د ښاريانو له لوري به د ستونزو د راپور ورکولو سافټ وېير جوړ شي.
- د افغانستان د ښاري حل لارو ټولګه به افتتاح او فعاله وساتل شي.
- شکايتونو ته د رسېدو د سېستم دويمه نسخه به برابره او د ۵۰ ښاروالیو له پاره به فعاله شي.
- د ښارواليو د وضعيت برابرښت ته په پام سره به د ټولو ولايتي ښارواليو له پاره د اجرااتو د مديريت سېستم فعال شي.
- د اجرااتو د مديريت د سېستم دویمه نسخه، د تقنيني اسنادو د مديريت سېستم، تګلارې او پروګرامونه او د افغانستان د ښاري حل لارو ټولنه به برابره شي.
- د ټولنيزو شبکو لارښود، ارتباطي مجازي ډلې، رسمي برېښنالیکونه او د ښارواليو د معينيتونو د ډېټاسنټرونو لارښود به برابر شي چې د شبکې او سرویرونو په برخه کې شامل وي.
- یو الکټرونیکي یا کاغذی سېستم چې د ښاروالیو د الکټرونيکي حکومتولۍ وضعیت ولري، برابرېږي.
- د معلوماتي ټکنالوژي او سېستم جوړونې په برخه کې به د اتو تخصصي پروګرامونو په شمېر جوړ شي.
- د ښارواليو له پاره به د شپږو په شمېر د زده کړې پروګرامونه جوړ شي.