برېښنایي ښوونیز مرکز پرانېستل شو.

DMM
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۹:۳۸
برېښنایي ښوونیز مرکز پرانېستل شو.
برېښنایي ښوونیز مرکز پرانېستل شو.
په دې اړه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تالار کې د روان کال مرغومي مېاشتې په لومړۍ نېټه د جوړ شویو مراسمو په ترڅ کې برېښنایي ښوونیز مرکز پرانېستل شو.
د برېښنایي ښوونیز سیستم په داسې بڼه جوړ شوی چې د سیمه ییزو ادارو کارکوونکي کولای شي دغه سیستم ته په ننوتلو سره، د خپلو اړونده دندو په اړه له ټولو ښوونیزو برنامو څخه ګټه واخلي. په دې سیستم کې ۳۰ ښوونیزې برنامې ځای پرځای شوې دي.
د دغه مرکز پرانېستنې موخه، پرته له کوم لګښت او هر چېرې د سیمه ییزو ادارو ټولو کارکوونکو ته په نړیوال معیارونو سره برابر د ښوونیز بستر رامنځته کول ښودل شوي دي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د دغې برنامې ګډونوالو ته د ښه راغلاست سربېره وویل: د ادارې مشرتابه هڅه کوي چې د سیستمونو د رامنځته کولو په برخه کې خپل ظرفیت لوړ کړی او له دې لارې ښې حکومتولۍ، له اداري فساد سره د مبارزې او د ثبات ټینګښت ته چې زمونږ د ټولنې اړتیا ده، ورسیږي.
نوموړي دغه راز وویل چې د دغه سیستم له لارې به په لږه موده کې مهم او غوره معلومات د سیمه ییزو ادارو کارکوونکو ته وړاندې شي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس ټینګار وکړ چې د ادارې ټولې برخې دې د برنامو په جوړولو او په یاد سیستم کې د ځای پر ځای کولو لپاره لاس په کار شي او په دې برخه کې دې منظم پلانونه جوړ کړي.
په ورته مهال، د ښاري حکومتولۍ عمومي رییس محمد نصیر حمیدي د دغه سیستم د موخو د تشریح ترڅنګ، د سیمه ییزو ادارو کارکوونکو لپاره د نوې ښوونیزې پاڼې په توګه یاد کړ.
د نوموړي په باور د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې، ګڼ شمېر ښوونیز پروګرامونه جوړ شوي چې نه یوازې د پام وړ پایلې یې درلودې، بلکې ډیری برنامې په لوړ لګښت جوړېدې چې د انلاین د دغه سیستم له لارې به برنامې په لږ لګښت جوړې او دغه راز د ګډ‌ونوالو د شمېر په برخه کې محدودیتونه له منځه لاړ شي.
د برېښنایي سیستم جوړونې رییس عبدالصمد مقصودي د برېښنایي ښوونیز مرکز په اړه وغږېد او ویې ویل چې د دغه سیستم په پرانیستې سره مرکز ته د ښوونیزو برنامو د زده کړې په موخه د سیمه ییزو ادارو کارکوونکو شتون ته اړتیا نه لیدل کیږي او دغه راز د وخت او ځای محدودیت به له منځه ولاړ شي. د نوموړي په وینا د لا زیاتو اسانتیاوو لپاره، په یوې انلاین ښوونیزې برنامه کې زیات شمېر کارکوونکي ګډون کولای شي.
د سیمه ییزو ادارو کارکوونکي کولای شي یاد سیستم ته په ننوتلو سره، ځانته حساب پرانېزي او د ادارې د بشري سرچینو د ریاست له لوري تر تثبیت وروسته، ښوونیز مواد د هغوی په واک کې ورکول کیږي، چې د ښوونیزو برنامو تر زده کړې وروسته، د سیمه ییزو ادارو کارکوونکي په انلاین ډول د ازموینې پروسه بشپړه، او هغوی ته تصدیق پاڼه وېشل کیږي.
په دغه سیستم کې ځای پر ځای شویو برنامو څخه، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د سیمه ییزو ادارو کارکوونکي کولای شي هغو ته لاسرسی ولري.
په دغه برنامه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي، کابل والي محمد یعقوب حیدري، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ښاري معین علي صابري، د ملکي خدمتونو چارواکو، رییسانو او د ادارې کارکوونکو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۱۰:۳۰
Background image

د نيمروز زرنج ښار کې به د خشکه بندر جوړ شي

د نيمروز زرنج ښار کې به د خشکه بندر جوړ شي

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معين صبغت الله غزنوي، د ځمکو او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معين او ورسره مل پلاوي د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۱۰:۲۲
Background image

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د بېلابېلو ریاستونو لپاره نوي رییسان وګمارل شول

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ نېټې د ۳۲۸۸ ګڼې حکم له مخې، عبدالله اتل د مالي او بوديجې رييس په توګه، شکريه جلالزۍ د سيمو په کچه. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

ډاکټر صبغت الله د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معين په توګه خپله دنده پېل کړه

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس شميم خان کټوازي په ګدون د ادارې مالي او اداري معين، رييسانو او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې يو شمېر. . .

BACK TO NEWS