د بلخ پوهنتون عمومي واټ د ټګ راټګ د زیرزمینی جوړونې ډبره کېښودل شوه

waseel_admin
Sat, Nov 02 2019 4:07 PM
mazar municipaity

د بلخ پوهنتون عمومي واټ پر سر د زیرزمینی د جوړونې ډبره کېښودلو په مراسم کې د بلخ ولایت مقام مرستیال شجاع الدین شجاع، د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي، د هبیتات دفتر استازو د مشورتی شورا مرستیال او غړو شتون درلود.

د دغه د ټګ راټګ د زیرزمینی اوږدوالي ۵۰ متره او سور ۱۶ متره دي؛ چې د مزارشریف ښاروالۍ او هبیتات دفتر لخوا جوړېږي. د دغه زیرزمیني په جوړولو سره به د زده کړیالانو ستونزی د ټګ راټګ په برخه کې هواری شي.

یک شنبه، د ۱۳۹۸ لمریزکال د لړم ۵ نېټه- مزارشریف!

mazar munici