د ښاروالیو د معین پیژندنه

د ښاغلي عبدالباقي پوپل لنډ ژوندلیک

 

 

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین

هغه څوک چې غواړو په اړه یې  خبرې  وکړو، د ټولنې یو تکړه او فعال شخصیت دی. نوموړي د خپلې  ځوانۍ پرمهال هڅه کړې چې خپلې ټولنې ته نه هېرېدونکي خدمتونه وړاندې کړي. له همدې امله یې زده کړې او تحصیل ته لومړیتوب  ورکړ او هڅه یې کوله چې له خپلو هم قطارانو شاته پاتې نه شي. له همدې امله، تل د خپل ژوند د کاروان مخکښ پاتې شوی دی. د خپل ژوند په اوږدو کې خپلو ټاکلو  موخو ته د رسېدو په لاره کې یې هیڅ ډول ناهیلي نه ده منلې. د ژوند  لوړې ژورې یې ګاللې دي، له خپلو دوستانو او ملګرو سره یې نیک او په ورین تندي چلند کړی چې دغو ځانګړنو ورځ په ورځ د نوموړي شخصیت وځلاوه. نوموړي خپلې زده کړې پای ته ورسولې او هڅه یې کوله چې له خپلو لوړو زده کړو او تخصصي رشتې سره خوا کې عمومي معلومات هم ترلاسه کړي، نو د پوهانو کتابونو او آثارو لوستلو ته یې  مخه کړه. دا چې پر ملي او نړیوالو ژبو په ځانګړې توګه په انګلیسي ژبه ډېر ښه پوهېده، ډېره مطالعه یې وکړه او په ټولنه کې  یې د لوړ شخصیت مقام ترلاسه کړ. د خپلې کورنۍ، خپلوانو او هم مسلکانو په منځ کې له بې ساري درناوي برخمن دی. کله یې چې رسمي  دولتي دنده پیل  کړه، پوه شو چې اوسمهال دعمل ډګر ته ور دننه شو ، د زړه له کومي او روښانه فکر سره یې د خپل وطن په وړاندې وظیفوي مسوولیتونه درک کړل. هڅه یې کوله چې ورسپارل شوې دندې د وطن پالنې او ولس دوستۍ له روحیې سره ترسره کړي، له همدې امله یې په دولتي ادارو کې ګام په ګام د پام وړ بریاوې درلودې او لوړ دولتي مقام یې ترلاسه کړ. نوموړی اوس د هیواد یو نامتو ټولنیز او علمی شخصیت دی.

ښاغلی عبدالباقي پوپل د ارواښاد ډګروال محمد نبي پوپل زوی دی او د کندهار ولایت پنجوایي ولسوالۍ په یوه روڼ آنده کورنۍ کې زېږېدلی دی.

نوموړي خپلې لوړې زده کړې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ څخه پیل کړې او له هغې وروسته یې د ښار جوړونې او بهسازۍ په برخه کې د هالند د ایرسموس پوهنتون څخه خپل دېپلوم ترلاسه کړی دی. دا چې نوموړی د لوړو زده کړو ډېر لېوال وو، د اسلام آباد په ښار کې د پرسټن امریکایي پوهنتون څخه یې د مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ ډېپلوم ترلاسه کړی. نوموړي پر دې زده کړو بسنه ونه کړه او په امریکا کې  یې د نړیوال اتلانتیک پوهنتون (AIU) څخه د لرې واټن له لارې (Distance) د نړیوالو اړیکو  په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه.

ښاغلي عبدالباقي پوپل د ۱۸ کلونو لپاره د هېواد دننه او بهر له بېلابېلو دفترونو لکه UNHCR، UNICEF، UNDP او د ملگرو ملتونو د بشري میشتېدنې دفتر (UN-Habitat) سره د رهبرۍ او مدیریت په کچه دنده ترسره کړې ده. د تېرو شپږو کلونو راپدېخوا، نوموړی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو عمومي رئیس په توګه پر دنده ګومارل شوی دی چې د همدې خدمتونو پر بنسټ یې دغې ادارې ته له ریاست څخه معینیت ته ارتقا ورکړه او اوسمهال د ښاروالیو د معین په توګه دنده ترسره کوي.

ښاغلي عبدالباقي پوپل د خپل ژوند د رسمي یا غیر رسمي دندو پرمهال د ستایلو وړ لاسته راوړنې درلودې. په غیر رسمي وختونو کې یې د ځوانانو د ذهنونو د روښانولو او عامه پوهاوي په موخه د هېواد رنځېدلو خلکو ته د کندهار، هلمند او کابل ولایتونو کې د استاد په توګه خپل مسوولیت ترسره کړی دی. دا چې له یوې خوا عبدالباقي پوپل په جنوب لویدیځه حوزه کې د (د احمد شاه بابا علمي او کلتوري مرکز) په نوم د یوه لوی علمي او کلتوري مرکز بنسټګر وو، له بلې  خوا یې د ملي پیوستون، ملي تړون او د ښار او کور جوړونې ملي کړنلارې (ستراتېژۍ) په څېر ملي پروګرامونو په طرح او ډېزاین کې هم مهمه ونډه لرله. په دوو وروستیو کلونو کې یې ښاروالیو ته له سلګونو میلیونو زیات ډالر جذب کړي دي. همداراز، د ښاري پولو طرح، ترتیب او ټاکنه، له ریاست څخه معینیت ته د ښاروالیو چارو د عمومي ریاست ارتقا طرح، د ښاروالیو په ریاستونو کې د معلوماتي ډېټابېس فعالول، د ښاروالیو د ارزونې د سېستم جوړول، د نوو ښاروالانو د ګومارنې لارښود طرح، د ښاروالیو د عوایدو د لوړېدو طرح، د ښارونو د لومړیتوبونو له مخې د ښاري پروګرامونو په بهبود کې رغنده ونډه او همکاري یې د نورو مهمو لاسته راوړنو په توګه یادولای شو او د خپلو هڅو له امله د هېواد ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني له لوري د میر مسجدي خان په عالي مډال ستایل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې، عبدالباقي پوپل په بېلا بېلو برخو کې علمي رسالې لېکلې دي چې له ډلې څخه یې ۲۰ مقالې چې په ملي او نړیوالو ژبو دي یادولای شو چې ډېری دا مقالې په نړیوالو معتبرو وېب پاڼو کې خپرې  شوې دي. نوموړي د هېواد په تر ټولو سختو حالاتو کې  یعنې د کورنیو جګړو او د طالبانو د رژیم پر مهال هېوادوالو ته پر خدمت بوخت وو. له ۳۵ زیاتو هېوادونو ته یې سفر کړی دی او په نړیوالو کنفرانسونو کې یې فعاله ونډه  لرله او همداراز یې له ۲۰ ډېر ستاینلیکونه ترلاسه کړي دي.